په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې افغان سفير مفتي نور احمد نور د افغانستان کرکټ لوبډلې تېز توپ اچونکي شاپور ځدران د وفات له امله د نوموړي د کورنۍ له غړو سره کتلي.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د شاپور ځدراڼ ورور ته غمشريکي وړاندې کړې او هېواد ته د جنازې د انتقال په پار یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ياده دې وي، چې د کرکټ د لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ د ناروغۍ له امله نن په هند کې وفات شو او ټاکل شوې سبا ورځ یې جنازه هېواد ته را انتقال شي.


