د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو له سفیر سیف الکتبي سره کتلي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، د همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې د ودې په حال کې بللي او د لا پراخو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو سفیر هم د دواړو هېوادونو روانې همکارۍ مثبتې بللي او له افغانستان سره یې د دوامدارو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


