د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعا بېاساسه بللې چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې حضور لري.
ښاغلي مجاهد د شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی چې افغان حکومت بهرنیو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي یا د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.


