د ایران د سپاه پاسداران ویاند، سردار حسین محبي، تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې هر هغه هېواد چې د ایران پر ضد په جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، د ایران «مشروع هدف» به وګرځي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، محبي ویلي، که بریتانیا، د خلیج هېوادونه یا بل هر هېواد له امریکا سره همکاري وکړي، ایران به یې په نښه کړي.
هغه زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې امریکایي B-1 بم غورځوونکو الوتکو د بریتانیا له هوايي اډو استفاده کړې او که دا همکاري دوام وکړي، بریتانیا به د ایران «قطعي او مشروع هدف» وي.
د سپاه ویاند ټینګار کړی، چې ایران د هر احتمالي سناریو لپاره خپل ځانګړی پوځي پلان لري.


