د تېر جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش د تش په نوم متحدې جبهې مشر، سمیع سادات د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، د نوموړي له لوري د جګړې او وسلهوالې مبارزې غوښتنه ښيي، چې هغه له کوم بهرني لوري شین څراغ او ملاتړ ترلاسه کړی دی.
رادمنش ویلي، کله چې سمیع سادات له امریکا د هغو کسانو د راټولېدو او افغان حکومت پر ضد د مبارزې غوښتنه کوي، دا ډول څرګندونې تصادفي نه دي، بلکې تر شا یې د بهرنیو ملاتړ کوونکو لاس او هڅونه ښکاري.
د هغه په وینا، په افغانستان کې هېڅ ډله او یا هم هېڅ شخص نه شي کولای د یوه یا څو بهرنیو هېوادونو له سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ پرته اغېزناک فعالیت ترسره کړي.


