د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» برنامې په څلورم کنفرانس کې ویلي، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوي او د ۹۷۰ نورو ښوونځیو او مدرسو ودانۍ ترمیم او بیا رغول شوې دي.
مجاهد ویلي، چې په همدې موده کې په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۷ میلیونه، ۶۲۰ زره او ۶۴۰ زدهکوونکي او په دیني مدرسو کې ۲ میلیونه، ۴۴۴ زره او ۷۵۲ طالبالعلمان پر زدهکړو بوخت وو.


