کندهار ښاروالۍ وایي، د ساختمان اجازې د واحد مرکز له لارې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۳۹۲ مراجعینو څخه ۷۲۵ تنو ته د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو د جوړولو جوازونه صادر شوي دي.
د ښاروالۍ په خبره، د ساختمان اجازې د واحد مرکز فعالیتونه د قانوني، شفافو او معیاري ساختماني چارو د اسانتیا، د ودانیو د جوړولو بهیر د تنظیم او د ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.
ښاروالۍ زیاتوي، چې د ودانیو د جوړولو جوازونه د اړوندو اصولو او معیارونو له ارزونې وروسته مراجعینو ته ورکول کېږي.


