د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي ویلي، چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د «احسان مېنې» ښارګوټي ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه د ځانګړې شرعي محکمې د پرېکړې له مخې دولتي تثبیت شوې ده.
د وزارت د ویاند په وینا، د مرکزي زون د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د احسان مېنې ښارګوټي د څه باندې ۳۶۴ جریبه ځمکې اسناد او مدارک څېړلي، چې په پایله کې یې ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه دولتي بللې ده.
د عدلیې وزارت وايي، دغه پرېکړه د یادې ځمکې د اسنادو او مدارکو تر ارزونې وروسته شوې ده.


