د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د کندهار د تخته پُل او د غزني د ګیلان ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې د یادو سیمو د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت په خبره، قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د اوبو رسولو شبکو، سړکونو، استنادي دېوالونو او کوچنیو بندونو د جوړېدو په برخه کې د وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې.
ملا عبداللطیف منصور د خلکو ستونزې مهمې بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې د یادو سیمو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.


