پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت د کمزوري کېدو په دوام، د اسلاماباد د امنیت د ټینګښت لپاره له پنجاب، سند او بلوچستان صوبو څخه د ۲۳۵۰۰ اضافي پولیسو د غوښتلو پرېکړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، له پنجاب څخه ۱۵۰۰۰، له سند څخه ۸۰۰۰ او له بلوچستان څخه ۵۰۰ پولیس غوښتل شوي او د اړوندو صوبایي حکومتونو څخه غوښتنه شوې چې دغه ځواکونه د سپټمبر تر ۲۰مې اسلاماباد ته ورسوي.
د پلازمېنې اسلام اباد لپاره، د دومره شمېر اضافي پوليسو غوښتنه داسې مهال کېږي چې پاکستان کې د امنیتي پېښو او ناامنۍ زياتېدو کچه له نورو صوبو څخه اوس تر اسلام اباد رسېدلې ده.


