د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د یاد شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د ترکمنستان د TAP پروژې له رئیس مراد ارتیکوف او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا انرژۍ لېږد پروژې د چارو د چټکتیا او یو شمېر نورو برېښنايي پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلوولټ پروژې د چارو د چټکتیا او ژر بشپړېدو ترڅنګ، په هرات کې د نورالجهاد سبسټېشن د پاتې چارو پر بشپړولو او د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا پر تأمین هم خبرې شوې دي.
ترکمنستاني پلاوي د TAP پروژې د ژر پلي کېدو لېوالتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دې پروژې لومړنۍ لار نقشه تایید شي. دغه پلاوي په یادو برخو او اړوندو پراختیايي پروژو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه هم کړې ده.


