د کندهار ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي ملا محمد شیرین اخوند د افغانستان لپاره د نړیوال بانک ګروپ له مشر فاریس هداد زیروس او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له مسوول ریچارډ ترنچارډ سره په لیدنه کې په افغانستان کې د مهمو او اساسي پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې د دهلې بند د لوړولو، میرویس حوزوي روغتون د دوامدار ملاتړ، سړو خونو او چکډېمونو جوړولو، وچو او تازه مېوو ته د بازار موندنې او د نشهيي توکو د بدیل کښت په برخو کې د پروژو پر پلي کېدو خبرې شوې دي.
د لیدنې پر مهال د نړیوال بانک ګروپ مشر په افغانستان کې د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د مرستو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلې یې دي، چې نړیوال بانک په هېواد کې خپلو چارو ته دوام ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د خوراک او کرنې سازمان مالي چارې هم د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي او دغه اداره د روغتیا، بشري مرستو، پوهنې، پاکو اوبو او کرنې په برخو کې فعالیت کوي.
د نړیوال بانک او سیمهییزو مسوولینو ترمنځ د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو لپاره د ځانګړو پروژو پر پلي کېدو هم خبرې شوې دي.


