دفاع وزارت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي د چین پلازمېنې بیجینګ د شیانګشان په ۱۳م نړیوال امنیتي فورم کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حکیمي د یاد سفر پر مهال د چین، سینګاپور او برونای دارالسلام له دفاع وزیرانو او د تاجکستان له لوی درستیز سره هم لیدنې ترسره کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې له یادو لوړپوړو چارواکو سره پر یو شمېر مهمو امنیتي او نورو بېلابېلو موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار شوی.


