په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په کونړ کې د هوايي بریدونو له امله د درېیو ملکي وګړو د شهادت او څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.
یوناما ویلي، د سپټمبر پر ۲۱مه سهار وختي په ترسره شویو هوايي بریدونو کې یوه ښځه، یوه نجلۍ او یو نارینه شهیدان شوي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
یوناما زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال له پیله یې په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم د وسلهوال تاوتریخوالي له امله د ۱۱۰۰ څخه د زیاتو د بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې یې ثبت کړې دي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د نړیوال بشردوستانه قانون پر رعایت ټینګار کړی او د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره یې د لازم احتیاط غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د بېګناه افغانانو کورونه په نښه کړل او په دې سره غواړي چې خپلې داخلي ناکامۍ او نا امنۍ په دې ډول وحشتونو پټې کړي.


