الجزیرې راپور ورکړی، چې د ښي اړخي افراطي ملي امنیت وزیر، اېتامار بن ګویر په مشرۍ سلګونو اسراییلیانو د پولیسو تر امنیتي پوښښ لاندې د الاقصی جومات پر انګړ هجوم وروړی دی.
سرچینې ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو د “سوکوت” اختر په درېیمه ورځ، زاړه ښار ته غځېدلې هغه نښلوونکې لارې او سړکونه تړلي دي چې د الاقصی جومات د انګړ لوري ته ځي.
دې ځای ته یهودان د هیکل غونډۍ (ټیمپل ماونټ) وايي.
په ورته مهال د اسرائیلي رژيم دا توندلاری وزير، د اسرائیل په زندانونو کې فلسطیني بندیانو ته هم ورغلی او مخامخ یې د اعدام او مرګ ګواښونه ورته کړي دي


