د تش په نوم مقاومت جبهې، د فرهنګي چارو مسؤل او د دې جبهې دننه د پنجشېر عالي شورا رامنځته کوونکي، حفيظ منصور د مقاومت جبهې د رهبرۍ او مدیریت پر اوسني جوړښت سختې نیوکې کړي.
نوموړي په کنايوي ډول احمد مسعود ته په اشارې ويلي، چې اساسي ستونزه د رهبرۍ په جوړښت کې ده چې د جبهې د مدیریت او کنټرول لپاره بسنه نه کوي.
هغه ويلي د پنجشېر عالي شورا د جوړولو هدف دا دی چې د بېلابېلو ولایتونو وړ او شایسته شخصیتونه په یوه ګډ جوړښت کې راټول شي او د مهمو پرېکړو په نيولو کې خپل رول ادا کړي.
د منصور په څرګندونو کې د کوم شخص نوم نه دی یاد شوی؛ خو ښکاري چې دا څرګندونې په غير مستقيم ډول د جبهې د اوسني رهبرۍ جوړښت، چې مشري یې احمد مسعود کوي، د بدلون او ګوښه کېدو غوښتنه ده.
د پنجشېر د عالي شورا رامنځته کېدل او پر احمد مسعود بې باوري او رامنځته شوي اختلافات ښيي، چې د جبهې له مشرۍ د مسعود د لرې کیدو بحث د دوی د غړو او پلويانو ترمنځ تر بل هر وخت ډېر جدي پړاو ته رسېدلی.


