د کندهار ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي ملا محمد شیرین آخند د دغه ولایت د ۱۶ ولسوالیو له ولسوالانو سره په لیدنه کې د مسئولیتونو د ښه ترسره کولو، له علماوو سره د ناستو او د امنیتي او تصفیوي کمېسیونونو د غونډو پر دوام ټینګار کړی.
نوموړي ولسوالانو ته سپارښتنه کړې، چې له علماوو سره وخت پر وخت مجلسونه وکړي، مجاهدینو ته اصلاحي سیمینارونه جوړ کړي، تر څو عامو خلکو ته د افغان حکومت پالیسي په ښه توګه بیان کړي او په ولسوالیو کې د نظامي او ملکي ادارو د فعالیتونو څارنه او ارزونه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسوالانو د اړوندو سیمو د خلکو اساسي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کندهار له والي سره شریک کړي او نوموړي د ولایتي ادارې په استازیتوب د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.


