د افغانستان علومو اکاډمۍ وايي، چې د دې اکاډمۍ په کوربتوب، په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغيناني رحمهالله علمي ميراث په اړه نړيوال کنفرانس په کابل کې پيل شو.
دغه کنفرانس ته د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په پیغام کې راغلي، چې د اسلامي تمدن په علمي تاريخ کې د ماورالنهر او بلخ سيمې د قرآن کريم، نبوي احاديثو، عقيدې، فقه او نورو اسلامي علومو د سترو عالمانو د روزنې او علمي ميراث د رامنځته کېدو له مهمو مرکزونو څخه دي.
د نوموړي په وينا اوسمهال هم افغانستان او ازبکستان د مشترکې عقيدې، ګډ مذهب، د ګډو تزکيوي او تصوفي طريقو تاريخي او اقتصادي پيوندونه لري.
پیغام کې زیاته شوې، هيله لرو چې دغه مشترکات د متبادل احترام او باور په فضا کې د تېر په څېر بيا تقويه شي.


