له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ د کندهار عمومي زندان وضعیت ارزولی او د زندانیانو د روغتیايي او خوراکي خدمتونو د ښه والي او زدهکړو ته د لا ښه زمینه برابرولو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
حنفي د زندان له بېلابېلو برخو او بلاکونو څخه د لیدنې پر مهال له یو شمېر زندانیانو سره هم کتلي او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.
نوموړي د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې له زندانیانو سره دې د اسلامي شریعت د اصولو او انساني حقونو پر بنسټ چلند وشي او د هغوی ستونزو ته دې رسېدنه وشي.


