د حماس غورځنګ، د پوځي څانګې القسام وياند ابو عبيده د طوفان الاقصى عملیاتو درېیمې کلیزې په مناسبت په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د اکتوبر ۷مه یوه نه هېرېدونکې پوځي معجزه وه، چې د اسراييلي دښمن ټولې تیورۍ یې د تل لپاره ماتې کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو عملیاتو پلان جوړونه، مهارت او ستراتیژیک تکتیک د ملګرو ترڅنګ د دښمن له لوري هم منل شوی او دغو عملیاتو د صهیونیستي رژیم ټول کبر له خاورو سره خاورې کړی دی.
ابو عبیده همداراز د غزې خلکو ته په خطاب کې ویلي، چې که څه هم دوی د دغو عملیاتو په لړ کې درنه بیه پرې کړې، خو د تاریخ په بدلولو او د امت مقدساتو په دفاع کې یې تاریخي کارنامه ترسره کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې تاریخ به د هغو کسانو قربانۍ هېرې نه کړي چې په دې لاره کې یې خپله وینه تویه کړې ده.


