الجزیرې خبرې ورکړی، چې د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د یمن د حوثیانو په برید کې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، دوه بنګلهدېشیان او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د ټپیانو درملنه په روغتونونو کې روانه ده او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د برید له امله هوايي ډګر ته مالي زیانونه هم اوښتي او الوتنې په لنډمهاله توګه ځنډول شوې دي. دا په روانه اوونۍ کې پر یاد هوايي ډګر د حوثیانو درېیم برید بلل شوی دی.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف دغه برید جنګي جنایت بللی او د پرېکنده ځواب ورکولو ګواښ یې کړی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، پر حوثیانو د سعودي عربستان د بریدونو په ملاتړ کې د امریکا د ګډون احتمال ارزوي.


