انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په فرانسه، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او البانیا کې د پراخو لاریونونو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو او پر لاریونوالو، د ماشومانو په ګډون، د له حده زیات زور کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ترک ویلي، خلک حق لري چې په سولهییز ډول لاریون وکړي او خپل غږ پورته کړي؛ له همدې امله دولتونه مکلف دي، چې د دې حق د عملي کېدو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه د لاریونوالو پر وړاندې د ناقانونه زور کارولو د ادعاوو په اړه د چټکو، اغېزناکو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د سرغړونو عاملان باید ځوابویونکي وبلل شي.
نوموړي له حکومتونو غوښتي، چې په ځانګړي ډول له ځوانانو سره مانا لرونکې، ټولشموله او رغنده خبرې اترې وکړي.


