اسوشټيډ پريس راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت د څارنې ادارې په خپل لومړني راپور کې ویلي، چې له ایران سره د جګړې پر مهال د منځني ختیځ په اتو هېوادونو کې د امریکا په پوځي اډو کې سلګونه ودانۍ او پوځي تاسیسات ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، دغه زیانونه په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا پوځي اډو ته اوښتي دي.
په راپور کې د امریکايي پوځي الوتکو او ډیپلوماټیکو تاسیساتو د زیانمنېدو یادونه هم شوې ده.
د امریکا د دفاع وزارت د څارنې ادارې ټینګار کړی، چې له ایران سره جګړې د دغه هېواد د پرمختللو وسلو د زېرمو کمښت او د مهماتو د بیا برابرولو ستونزې هم څرګندې کړې دي.


