د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرفالدین مسلم په جوزجان ولایت کې د ۳۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۹ پراختیايي پروژو چارې پیل کړي او د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې شپږ نورې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د فیضآباد ولسوالۍ، د ولایت مرکز او آقچې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پلي کېږي، چې د کلیوالي سړکونو ترمیم او جغل اچول، د اوبو رسولو شبکو جوړول او معیشتي پروژې پکې شاملې دي.
د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.


