انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېواد به یې د روان کال تر پایه صهیونیستي رژیم ته کلنۍ پوځي مرستې، چې شاوخوا ۳.۸ میلیارده ډالره کېږي، بندې کړي، خو د اړتیا پر مهال به له دغه هېواد سره مرستې او د وسلو پلور ته دوام ورکړي.
د صهیونیستي رژیم چارواکي اندېښمن دي چې د مرستو په بندېدو سره به د جنګي الوتکو د پېرلو لګښتونه او د هغو مهماتو او پوځي تجهیزاتو د بېرته برابرولو چارې له ستونزو سره مخ شي، چې د تېرو درېیو کلونو د جګړو پر مهال یې زېرمې کمې شوې دي.
د صهیونیستي رژيم د کان ټلوېزیون د یوه شنونکي په وینا، د امریکا د مرستو بندېدل به د دغه هېواد په دفاعي بودجه کې هر کال شاوخوا ۳.۸ میلیارده ډالره کسر رامنځته کړي.


