انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران ویلي، درې تېلوړونکې بېړۍ د هرمز تنګي له «غیرمجازو» سمندري لارو د تېرېدو پر مهال له ماینونو سره لګېدلي او اور یې اخیستی دی.
د راپور له مخې، یادې بېړۍ د سېشنبې په لومړیو ساعتونو کې د لارښوونې او پېژندنې سیسټمونه بند کړي وو او له چاودنو وروسته د تنګي سوېلي څنډې ته نږدې په اور کې پاتې شوې دي.
د ایران سمندري ځواک خبرداری ورکړی هغه بېړۍ چې د تګ راتګ مقررات رعایت نه کړي او د امریکا له پوځ سره په همغږۍ له غیرمجازو لارو تېرې شي، له ورته پېښو سره به مخ شي.
تر اوسه د پېښې خپلواک تایید نه دی شوی او د بېړیو نومونه، د عملې برخلیک او د زیانونو کچه هم نه دي په ډاګه شوي.


