د پنجشېر ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د رسولو ۳۲ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، چې شاوخوا ۱۶ زره کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
د پنجشېر د ولایت مقام د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت د آغاخان مؤسسې له لوري، د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې کېږي.
د خبرپاڼې په وینا په همدې لړ کې، د رخه ولسوالۍ د پایچنار په کلي کې د ۳۱ زره او ۳۰ ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه هم بشپړه شوې، چې ۹۶ کورنیو او درې جوماتونو ته د پاکو اوبو د برابرولو ظرفیت لري.
یاده شبکه د ۱۹۴۴ مترو پایپ، یوه زېرمتون او ۵۲ کورنیو نلونو درلودونکې ده او د لمریزې برېښنا د سیستم په واسطه فعالیت کوي.


