کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارې څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل کړي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او په دغه سیمه د ګڼه ګوڼې د کمېدو په موخه د ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور سره په ګډ قرارداد جوړېږي.
د کابل ښار د لومړۍ ناحیې رییس محمد عالم عاصم وايي: “په لومړي پړاو کې به د دې ځای خاوره په لابراتوار کې ټیست او وروسته به په سیمه کې د کېندلو چارې ترسره او بل پړاو کې به د ډیزاین له مخې، په عصري او معیاري ډول د ځمکې لاندې مارکېټ د هټیو او پلو لارو جوړول پیل شي. “
د یادې سیمې کاروباریان د ځمکتلي مارکیټ د چارو په پیل خوښي ښیي او وایي، چې له دې سره به د زیاتې ګڼې ګوڼې د مخې نیولو ترڅنګ زیات شمېر ښاریانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یاد مارکیټ چارې په داسې حال کې پیلیږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په لویو او وړو پروژو کار روان دی او ډېرې پروژې د تکمیل په حال کې دي.