Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبین»زموږ له ادرسه نړۍ ته اخطارونه؟ او که د همسايه ګانو منافقت؟
    تبین

    زموږ له ادرسه نړۍ ته اخطارونه؟ او که د همسايه ګانو منافقت؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش8 فبروري 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    له کوم وخته چې افغانستان کې قراري او آرامي راغلې، د افغانستان ولس د امن او سولې له ستر نعمت څخه برخمن سوی، له هغه وخته همسايه ملکونو کوښښ کړی چې افغانان يوې نوې جګړې ته وهڅوي، د دې لپاره دوی د شمالي ټلوالې، داعش او د افغانستان د پخواني حکومت غړي هڅولي چې بيا ځلي افغانستان کې جګړه شروع کړي او فعلاً هم په همدې شوم پلان کار کوي؛ د دوی اصل هدف دا دی چې افغانستان کې جګړه جريان ولري او د دوی ګټې پکې خوندي وي؛ خپلو حريفانو سره په افغانستان کې پخپلو روزل سوو غلامانو او جاسوسانو ځواب ورکړي، وژل کېږي به افغان، ورانېږي به افغانستان خو ګټې به دوی خپلې ساتي او خپلو حريفانو ته به سر درد جوړوي.
    د يوه خبر له مخې چې د افغانستان لپاره د ايران استازي حسن کاظمي قُمي وايي: چې افغانستان له غزې څخه ليري دی اما که ضرورت سي يوه ډله استشهاديان به له افغانستان څخه غزې ته ځي.
    دلته د دوی مطلب د غزې غمخواري نه ده او نه هم د افغانستان د خلکو صفت، بلکې مطلب يې په افغانستان کې د خپل نفوذ ښودل دي، بل دا چې په دغسي ويناوو او خبرو سره غواړي نړۍ ته وښيي چې تاسو پخپلو ملکونو کې هم له افغانانو څخه خوندي نه ياست؛ غواړي بيا ځلي جګړه افغانستان کې په دغسي خبرو منځته راوړي او يواځې پر ميډيا نه بلکې د دوی استخبارات هم په همدې بخش کې پوره لګيا دي، چې د شمالي ټلوالې او نورو پخواني حکومت نظاميانو روزنه وکړي تر څو دوی يو ځلي بيا افغانستان د جګړې په ميدان تبديل کړي.
    دغسي له منافقت څخه ډکې خبرې د پاکستان سياسيون هم اکثره وخت کوي؛ چې داسې ښيي دوی د مسلمانانو د خواخوږۍ په پار وايي، مګر اصل کې يې مطلب دا وي چې نړۍ ته ووايي چې له افغانستان څخه تاسو ته خطر دی او تاسو په امن کې نه ياست، ځکه درباريان او ځيني مخور اشخاص يې يوې خواته دغسي ويناوې کوي او حکومت يې په بين الملل کې تهمتونه تړي چې افغانستان کې القاعده او ټي ټي پي ده چې موږ او سيمې ته ترې خطر دی.
    بار بار د پاکستان وزير اعظم او نورو حکومتي چارواکو، د پوځ مشرانو امريکا او نړيوالو ته ويلي، تهمت يې تړلی چې له افغانستان څخه موږ او سيمې ته خطر دی، که څه هم دا معلومه خبره ده چې داعش د پاکستان له پوره حمايت څخه برخمن دی او شمالي ټلواله د ايران له حمايت څخه؛ خو بيا پر ميډيا دغسي بې ځايه څرګندونې کوي او زموږ په نامه نړيوالو او خپلو حريفانو ته اخطارونه ورکوي او بل طرف زموږ د تباهۍ داستانونه تړي.
    خطر موږ ته له دوی څخه مواجه دی، په سيمه کې جګړې دوی جوړوي خو ګوته موږ ته نيسي، ډلې دوی روزي تر څو افغانستان کې وجنګېږي او دغه شته امن راته خراب کړي، خو لکه اوس چې دوی د داعش او ټلوالې تر شاه ولاړ دي مګر ميډيا کې بيا موږ متهم کوي.
    د دوی دغه تبليغاتي او استخباراتي ټيمونه په ګډه کار کوي، استخبارات يې افغانستان کې د امن خرابولو او د ډلو روزلو کوښښ کوي، سياسيون او مطبوعات يې پر ميډيا ګوته ورته نيسي چې دلته حالات خراب دي او پړه ټوله پر افغانانو اچوي.
    څه وخت مخکې د wion ويبسايټ يو راپور خپور کړ چې پکې د پوره شواهدو سره ويل سوي وه چې پاکستان اسرائيلو ته وسلې لېږلې او پوره سپورټ يې کوي خو په عامه يې سياسيون او درباري علماء د حماس سره د يووالي نارې وهي.
    هو!
    موږ افغانانو تيرو څلورو لسيزو کې د نړۍ سترو طاقتونو ته ماتې ورکړې، د سر او مال په بيه، د لکونو شهيدانو او معلولينو په بدله کې مو وطن آزاد کړی، کوچني په جګړو کې را لوی سوي يو، بيا به هم د خپل ملک دفاع په هر قيمت کوو، اما موږ نړۍ ته خطر نه يو، ضرور به خپل ملک له اشغالګرو ژغورو، خو نړۍ ته خطر نه يو او نه هم تاسو حق لرئ چې زموږ په نامه نړۍ ته اخطار ورکړئ؛ موږ خپل وطن کې په مينه ژوند کوو او نه غواړو بيا ځلي مو وطن وران او په جګړو واوړو، دلته همېش د پردي يرغل سره مخ سوي يو چې مرسته يې همدا تاسو کول.
    هو!
    د غزې مسلمانان زموږ اسلامي ورونه دي، په هر قيمت چې مو وس و رسېږي مرسته به يې کوو او د اسرائیلو ظالمانو يرغلګرو څخه به يې بدله اخلو اما موږ اوس داسې يوه حالت کې يو چې د بلې جګړې نه يو، موږ تازه دمه کړې او بله دا چې تاسو ته د دې منافقت او شيطانت وخت نه درکوو او نه ضرورت سته چې تاسو زموږ له ادرسه و ږغېږئ، موږ يو آزاد او خپلواک نظام او مشران لرو.
    تاسو که په رښتيا د غزې د مسلمانانو په غم کې غمجن ياست نو هيله کوم خپل مسلمان، غازي افغانستان او د افغانانو مقابل ډلې ټپلې مه روزئ، پرېږدئ چې موږ ځان داسې قوي کړو چې بيا هم ستاسو او هم د نورو مسلمانانو دفاع له وحشي کفارو څخه وکړو، خو پر موږ د هر يرغل تر شاه همدا تاسو ولاړ ياست، لاره ورکوئ، خپلې روزلې ډلې يې خدمت کې ورکوئ او نن د غزې په اړه زموږ نوم اوچتوئ، ستاسو دا منافقت نور افغانانو ته د زغم نه دی.
    موږ افغانان پوره اسلامي اخوت ته احترام لرو اما تاسو همېش زموږ له اسلامي اخوت څخه غلطه استفاده کړې، اسفهان او اسلام اباد ته مو ګټه وړې خو موږ مو وژلي يو، د شاه له خوا مو په چاړه وهلي يو، کله مو روسيې او کله بيا د غرب وحشيانو ته مو زموږ لاسونه تر شاه تړلي، هر ځلي چې موږ د پرمختګ په لور ګام پورته کړی نو تاسو زموږ داخلي چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې، جاسوسان او ډلې مو راته روزلي خو نور افغانان پوه سوي دي.
    ان شاءالله.

    مخکینۍ مقالهایران غواړي نړۍ په افغانستان شکمنه کړي
    راتلونکي مقاله ایران په دې هڅه کې دی چې افغانستان د سپر په توګه وکاروي

    مربوطه لیکنې

    د خصوصي ګارډانو او له چینایي ښځو سره د لانجمنو عکسونو په اړه وضاحت

    8 اکتوبر 2024

    د پخواني حکومت د یو تن نظامي (عصمت الله نوري) د مړينې حقيقت!

    30 سپتمبر 2024

    ولې بغاوت؟ له اسلامي نظام څخه د باغیانو د سرکښۍ لاملونو ته کتنه

    26 سپتمبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.