وحيد حيدر
رسنۍ په نړۍ کې نن سبا څلورم قوت دی، تاسو ته بهتره معلومه ده چې اجرائیه، قضائیه او مقننه قوه د حکومتونو متشکله عناصرو په توګه پېژندل شوي، خو تر دې وروسته قوت بیا رسنۍ دي چې په فهرست کې څلورم قوت شمېرل کېږي، مګر د مانا په لحاظ بیا تر ټولو قوي او خطرناک قوت دی.څنګه چې نړۍ کې ګرمې جګړې (نظامي)جګړې نشته او دغه تشه سړې جګړې له 1947 م کال څخه را په دې خوا ډکه کړې، د نړۍ لویې رسنۍ څلورویشت ساعته زهري او جګړه ایز ادبیات کاروي او په دې رسنیو ملیاردونه ډالر میاشتنی مصرف کیږي.موږ مطبوعاتي، رسنیز او فرهنګي جګړو سره مخ یوو چې په نړۍ کې په soft power سافټ پاور باندې شهرت لري. دغه جګړه د ملتونو په فکرونو، عقایدو، فرهنګو او دینونو باندې یرغلونه وړي، د دې جګړې زیان تر نظامي ورانیو ډېر دی، د نظامي جنګونو تاثیرات ژر ختمیږي مګر د رواني جګړو اثرات تر پېړۍ وخت نیسي.په افغانستان کې د اوسني حکومت دښمنې رسنۍ زموږ عادي ژب ښویندې ته محض پلمې لټوي چې څنګه یاده موضوع خبر سازه کړي، خپل د رسنیو ټایټلونه څنګه زموږ په عادي ژب ښویدنې رنګین کړي؟زما ښه یاد دي چې د رئيس الوزراء د خدای ته د فریاد له خبرو بغارې جوړې شوې او بیا دغه نقطه کابو یوه میاشت د خبري پوښښ سُرخي تشکیله کړه.بله د انس حقاني خبره وه چې هغه وویل واښه خورو خو غلامي نه کوو مګر غربي رسنیو او له غربي میډیا متأثره افغانانو د ده دا لویه او سخته خبره مسخره کړه.موږ د جګړو په ډګرونو کې دا تجربه کړي، چې د وطن د ازادۍ د لارې سپاهیان واښه خوري، حتی ماران خوري مګر خپله وسله نه ټيټوي او خپل مورال نه بایلي، خو د اسلام او افغانستان ضد تبلیغاتي دستګاوو دغه خبره خبر سازه کړه، حال دا چې دا بذات یوه ښه او معقوله خبره وه.اوس مولوي کبیر ښه خبره کړې چې د اشغال سره ولاړو خلکو ناموس نه درلود.که دا خبره د همدغو وطن پرستانو په فارمول کې واچوو نو د مولوي کبیر خبره بیخي صدق کوي، وطنپرستان وايي وطن ناموس دی.ایا ناموس خلک پردو ته پریږدي ؟ایا پردو ته له خپل ناموسه تېرېدل بې ناموسي نه ده؟