ارغوان وطنیار
د سرپرست حکومت له قائمېدو سره د دې حکومت سیاسي او نظامي مخالفینو ورځې شمارلې چې ګویا دا نظام شپږ میاشتې وروسته سقوط کوي، خو شپږ میاشتې د کابینې او د حکومتدارۍ په پلان او پالیسیو چټک کار روان و، ترڅنګ یې د مالي بحران د کابو کولو لپاره د امارت چارواکو شپه او ورځ په ځان یوه کړه، د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانیو د ثبات ساتنه، د آزاد بازار او نرخونو کنټرول دومره لویې بحراني ننګونې وې، که لوی او با ثباته حکومتونو باندې دا حال راغلی وای ممکن د سریلانکا د صدراعظمې غوندې چې له ملکه وتښتېده او حکومتداري سقوط شوه، یا لکه د پاکستان حکومت چې دا دوه کاله پرلپسې مالي بحران نشي کابو کولی، سوداګریز بندرونه یې وپلورل، بانکونه یې لیلام شول او آن تېر ورځ یې PIA یعنې د پاکستان هوایي شرکت يې هم ليلام اعلان کړ، له ده وړاندې یې امریکا کې د خپل د سفارت ځمکه لیلام کړه، یو دا پاتې چې خپل حکومت لیلام ته وړاندې کړي.د دې ملک سرنوشت په داسې حال کې بحراني کیږي چې په نړیوال معیاري کادرونه، ظرفیتونه او امکانات لري، مګر د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم جګړه مدیریت کړه، هم یې ادارې دفعتاً کنټرول کړې، د فتحې په دویمه ورځ رسماً حکومتداري شروع شوه، د ادارو دروازې د خدماتو د عرضې په موخه خلاصې شوې، د ادارو وسایل بې ځایه نشول، ورک وسایل ټول راپیدا شول او مراجعینو ادارو ته مراجعه وکړه.ټولو نظامي او ملکي مامورینو ته معاشونه، اضافه کاري، اکرامیې او د شهداء او معلولینو امتیازات د یوې میاشتې لپاره هم ونه ځنډېدل.یوه خبره چې د یادولو ده هغه د امارت پراخ زغم ده چې د تېر نظام وژل شویو او معلولینو ته یې هم معاشونه اجرا کړل، د هغوی یتیمانو ته یې کارتونه جوړ کړل او معاشونه یې ورته حواله کړل.تېر ملکي مامورین او نظامیان یې غېږ کې ونیول.د عفوې فرمان یې د هیواد له شرقه تر غربه او له جنوبه تر شماله په یو ډول تطبیق کړ. خلک یې په ډاډمن امنیت مطمئن کړل.دا خپله د اسلامي امارت په لوړ ظرفیت پورې اړه لري چې له جنګو را وتلی وطن یې کنټرول کړ او ټولې سیاسي، اقتصادي، نظامي، فرهنګې او اجتماعي برخې یې راټینګې او مدیریت کړې، نظامې وسلې او وسایط یې یوازې دا نه چې له غلا بچ کړي، بلکې نظامي ویجاړ وسایط یې ترمیم هم کړل، زرهيدار ټانګونه چې د کباړو په جم کې پراته ول ورغیدل، هغه الوتکې چې ویجاړې پرتې وې او حتی د تشنابونو په توګه ترې استفاده کېده او هيڅ ورته د رحم او همدردي په سترګه نه کتل کېدل، د افغاني انجینرانو پر مټ جوړې او پروازونو ته چمتو شوې.د دې نظام د مخالفیتو ارمانونه او خوبونه بې تعبیره پاتې شول.په همدې کال یې د مالیې د ټولولو، پورونو راټولولو، د برېښنا د باقیاتو چې زورواکو ګروګان کړي وو، د دولت صرفیې ترې حصولې کړې، عوایدو راټولولو باندې یې تمرکز وکړ، شهرصفايي، ځمکني او هوایي ترانسپورټ او فیسونه یې په شفاف ډول را ټول کړل، د اولې ورځې طرحه شویو پلانو تطبیق ته یې په دویم کال ملا وتړله او د ١٤٠١ کال په جریان کې یې چې ملیاردونه افغانۍ راټولې کړې په ١٤٠٢ کال کې یې پرې د ابادۍ جهاد پېل کړ، ١٤٠٢ م کال باید د افغانستان د جهاد کال په نامه په تاریخ کې ثبت شي.