Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»پرتله»د جګړو پهلوانان او د دفترو متفکران
    پرتله

    د جګړو پهلوانان او د دفترو متفکران

    صابر افغانصابر افغان15 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وحيد حیدر

    لکه څنګه چې اراده او عزم د بریا لپاره لار برابروي او عزم د کامیابي کيلي ګڼل کیږي، دا خبره یوازې زموږ د فلکور فلسفي رنګ نه لري، بلکې د شرعي تعلیماتو اصل دی. د ایمان په تعریف کې اقرار باللسان او تصدیق بالقلب شرط ګڼل شوی، نو افغانستان کې مبارزینو د ازادۍ جنت ته د سرونو او بچیو د قربانۍ پر قیمت دانګلي، د زندانونو تروږمیو، د زولنو شرنګا، د دارونو پړو یې ایمانونه ونه لړزول او ایمانونه یې د فولادي غرونو په څېر د اورو کُرو ذوب نشو کړای، هر استکبار یې یوازې د تکبیر له ازانګو تس نس کړل.له انګریز ازادي، له روسانو ازادي، له امریکا ازادي مفته او وړیا نه دي تر لاسه شوي، نه هم د وارسا اوسپنیز دېوال او د ناټو اوسپنیز کمربند کوم پلاستیکي کمربند وو، له دې دېوالونو او کمربندونو سره سرونه جنګیدلي، د استکبار نمرودي اور ته ابراهیمي زلمیو دانګلي او فرعوني جابران د موسی غوندې ایمانونو نسکور کړي.خو موږ ګټلي میدانونه په ډیرې بې باکۍ بایللي، زموږ د جهادونو او مبارزو له لاسته راوړنو زموږ ګاونډیان او د سیمې هیوادونه د اټوم او اقتصاد خاوندان کړل.د تونس ستر عالم او د پارلمان رئیس راشدالغنوشي وايي، افغانان د جګړو قهرمانان دي خو د ادارې په سمبالښت کې ناتوانه دي، دا ځل افغانان د غنوشي د توقوع خلاف روان دي، اسلامي امارت لوی استعماري قوتونه د خپلو زلمکیو او ببر څڼو د مټو په زور دلته ښخ کړل، افغانان د ظلم، وحشت او قتل عام له بربریته وژغورل شول، د اشغال د پای په ورځ د اګست پینځلسمه ورځ همهاله ادارې خلاصې شوې، د مراجعینو پر عرایضو کار روان شو، مالي، اقتصادي، رغنیزې او عایداتي چارې پیل شوې، د ښوونځیو زده کوونکو ښوونځيو ته ولاړل، تر مامورینو، شهداوو، ښوونکو او نظامي منسوبینو پورې نه د چا معاش وځنډېده او نه د چا کار.لویې اقتصادي او عایداتي زیربناوې پروژې ډیزاین شوې او په یو مخ تر کار لاندې ونیول شوې، کانالونه، لویې لارې، تونلونه، چکډیمونه، پارکونه، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي، د مؤسساتو چوکاټونه جوړول، د سيستمونو ساتل، د افغانیو ثبات، د ډالرو قاچاق مخنیوی، د افغانستان د وسلو او وسیلو خوندي کول.ایا دا کارونه د ظرفیت په نشتون کې مدیریت کیدای شي؟ایا څوک دا دعوه اوس کولی شي چې افغانان د جګړو پهلوانان دي او د ادارې خلک نه دي؟موږ په مخه ځو اسلامي امارت د ټولو جهادي تنظیمونو پوده او فرسوده مفکر له وطنه جارو کړی، دا مجال چاته نه ورکوي چې د جهادونو لاسته راوړنې مسخره کړي، سیمه ایز زورواکي، د واک جزیري، د ګوندونو خرمستۍ، د ډلو ټپلو تغذیه او د لویو لوبو لپاره کمرکشونو تابوتونو باندې افغانانو میخونه ټک وهلي دا ځل یوازې بریا نه ګټو بلکې بریا به ساتو.

    مخکینۍ مقالهد اسلام پر وړاندې د کمونېزم ماته
    راتلونکي مقاله د امریکا په میزوري کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت د اخلاقو پرتله او مقایسه

    23 نوومبر 2024

    د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت پرتله او مقایسه

    9 نوومبر 2024

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت ترمنځ د حاکميت پرتله او مقایسه

    8 نوومبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو وزيرستان کې د پاکستان پوځي رژيم د پوځ دوه ټانګونه له منځه وړي

    17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.