د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی بللی او د نه ګډون پرېکړه یې کړې ده.یو شمېر افغانانو د افغان حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کړی او وایي، چې هر هغه ناسته او غونډه، چې د افغانستان په خیر نه وي او افغان حکومت ته په کې په درنښت قایله نه وي، د افغانانو او د افغان حکومت نه ګډون په کې بهتره دی.د شاه ولي په نوم یو هېوادوال وایي، چې افغان حکومت ښه پرېکړه کړېده او موږ د خپل حکومت د دغې پرېکړې هرکلی کوو.نوموړي وویل: ” دا چې افغان حکومت د دوحې په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه کړېده، موږ یې هرکلی کوو، دغه ناسته حتمن د افغانانو په خیر نه ده، ځکه افغان مشرانو د نه ګډون پرېکړه وکړه، موږ د افغان حکومت د داسې دریځ ملاتړي یو او له مشرانو مو غوښتنه همدا ده، چې تل د هغه مسایلو په اړه دریځ ونیسي او چا ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان په سرنوشت د لوبې په مانا وي”یو بل تن هېوادوال ذبیح الله هم وایي، چې په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره کېږي، خو دغه ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون ملاتړی دی.نوموړی وایي: ” نړۍوالو تل یو طرفه قضاوتونه کړیدي، هر هغه ناسته چې د افغان خاورې او افغان حکومت په خیر نه وي او افغان حکومت ته په پوره احترام نه وي قایله، بیا نو د افغان حکومت همداسې دریځ بهترین کار دی او بهرنیو چارو وزارت چې کومه اعلامیه خپره کړې، چې د دوحې په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه په کې شوې، هرکلی کوم”.ټاکل شوې، چې نن یکشنبه د قطر هېواد په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د ۱۸ هېوادونو استازو ناسته پیل شي.په دغه ناسته کې د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، امریکا، فرانسې، جرمني او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام یوه اعلامیه خپره کړه او په دغه ناسته کې یې د نه ګډون پرېکړه وکړه.په اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فُرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای؛ د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، چې که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو”په اعلامیه کې همداراز راغلي: “که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي؛ د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي”.