د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش تر مشرۍ لاندې د هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته له ماتې سره مخ شوه.د روسې “ریا نووستي” خبري اژانس د سه شنبې ورځ د کب د میاشتې په لومړۍ نېټه د “زاخارووا” له قوله راپور ورکړی، چې د یادې ناستې په اړه چې وړاندې کومې برنامې اعلان شوې وې، چې له جملې یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل او د تماس د یوې کوچنۍ ډلې جوړول و، ونه منل شول. د هغې په وينا، دا ډول مسايل له مناسب وضاحت پرته په اجنډا کې ځاى پر ځاى شوي و.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه هر ډول دغسې اقدام به د افغان حکومت او د سیمې د هېوادونو له ملاتړ او همکارۍ پرته له ناکامۍ سره مخ وي.ماریا زاخارووا زیاته کړه: ” اسلامي امارت د دوحې ناسته د دې لپاره تحریم کړه چې مقابل خلک یې څو مدني فعالان وو او د ملت له ادرسه یې غوښتل په دوحه کې سیاسي مذاکرات وکړي اما اسلامي امارت د مدني فعالانو سره ناسته د ځان سپکاوی وګاڼه”د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي تر مشرۍ لاندې د هېوادونو د استازو ناسته تېره اونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شوه، چې بې پایلې پای ته ورسېده.د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره، چې د سلواغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه خپره شوې وه، لا له وړاندې په یاده ناسته د ګډون څخه ډډه کړې وه او یاده ناسته یې بې ګټې بللې وه.په اعلامیه کې راغلي و: “د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فُرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای؛ د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده، چې که اسلامي امارت د یواځيني مسول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو”په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي و: “که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته، چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي؛ د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي”یو شمېر افغانانو د افغان حکومت د یادې پرېکړې هرکلی کړی و او ویلي یې و، چې هر هغه ناسته او غونډه، چې د افغانستان په خیر نه وي او افغان حکومت ته په کې په درنښت قایله نه وي، د افغانانو او د افغان حکومت نه ګډون په کې بهتره دي.