ليکوال: عبدالله زاهد
له کله چې 2021 د اګست مياشت کې يرغلګر له افغانستان څخه ووتل او د هغوی جوړ شوی نظام افغانستان کې له منځه لاړ؛ د افغانستان اسلامي امارت پر هېواد د حاکميت وزرې خپرې او د نړۍ سره يې د يوه سيال هېواد په توګه تعامل پيل کړی، پر يو ډېر سپېڅلي، ستر او اصولي دريځ قايم سوی، خو د افغانستان دښمنانو، خصوصاً همسايه ګانو لپاره دغه دريځ ډېر سخت تمام سوی.طالبانو بار، بار ويلي چې نور به افغانستان کې د نورو فرمايشات نه منل کېږي، د نظام او هېواد په جوړښت کې د هيچا فرمايش نه منو؛ چې دې کار د نړۍ زبر ځواکونه او همسايه ګان وارخطا کړي، کوم چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان چارو کې د مداخلې خوبونه ويني او غواړي په هر رنګه چې وي افغانستان کې خپلې ستراتيژيکې ګټې خوندي کړي، دوی هڅه کوي چې نظام کې خپل جاسوسان داخل کړي، لابي ورته کوي او د رسميت د نه منلو يوه وجه يې هم همدا د همه شموله په نوم د دولت جوړولو نارې دي، کله د انجنو د مکتبونو، کله د همه شموله او کله هم د بشري آزاديو په نامه پر طالبانو فشاو واردوي. که چیرته د دوی غوښتنه ومنل شي او امریکایي بړیڅو ته د حکومت په اډانه کې د پرېکړو واک او یا هم د واک پر ګدۍ جزئي اختیار هم ورکول شي، نو د هرې کوچنۍ او لویې پرېکړې لپاره به د هیوادونو د ګټو د خوندیتابه په رڼا کې ګام اخیستل کیږي؛ د طالبانو ټولې هغه رغوونکې هڅې به تر خنډ او ځنډ لاندې راځي چې نړیوال یې په اوږدمهال کې ځان ته ګواښ بولي؛ خو په سياسي او عقيدوي ډګر کې بيا د افغانستان په وړاندې د ټولو غربي او شرقي رقيبانو ګټې مشترکې دي، دوی نه غواړي راتلونکی افغان نسل په سوچه او اسلامي مفکوره وروزل سي.د همه شموله دولت څخه د دوی مطلب يو داسې نظام نه دی چې بايد د افغانستان ټول قومونه پکې موجود وي؛ د افغانستان هر وګړی پکښې خپل ځان و ويني بلکې د دوی مطلب دا دی چې د دوی جاسوسان په نظام کې داخل وي، چې دې سره دوی درې هدفه لري:لومړی: له کله چې طالبان پر افغانستان حاکم سوي نو يې د وطن د آبادۍ، پرمختګ او سيال کېدو يو نوی باب پرانيستی چې که دغسي روان وه نو راتلونکي کې به افغانستان مکمل پر خپلو پښو درېږي؛ چې دغه کار همسايه ګان سخت وارخطا کړي، د افغانستان آبادي او خودخواهي دوی د ځان تباهي بولي، ځکه د همه شموله دولت په نارو سره خپل جاسوسان نظام کې غواړي او بيا د هغوی په ذريعه دغه د پرمختګ د کارونو درول يې يو هدف دی. دوهم: د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې سرتاسري امن منځته راغلی، يوه باغي ډله هم پرمختګ نه سي کولای؛ داعش د پټېدو ځای افغانستان کې نه لري، ټلواله پر مخ ختمه سوې، نفاق نه نظام او نه هم ولس کې شتون لري، تعصب يې ختم کړی چې د افغانستان دښمنان دغه کار سخت وارخطا کړي؛ يوه وجه د همه شموله دولت د نارو هم همدغه ده چې له افغانانو څخه دغه امن، ورورولي او اتفاق واخلي؛ هم د نظام داخل کې او هم ولس کې اختلافات جوړ او بيا خپلو شومو اهدافو ته ځان و رسوي. دريم: له کله چې افغانستان کې اسلامي نظام راغلی، عدالت او امن و پرمختګ ته په کتو يې همسايه او نورو اسلامي هېوادونو کې ولسونو غوښتنه د يوه اسلامي نظام سوې، ډېرو هېوادونو کې حرکتونو زور اخيستی چې اسلامي نظام ته په کتو يې اميدونه تازه سوي او خپل هېواد کې اسلامي نظام غواړي. دغه حالت د نړۍ کفار او ډيموکراتان سخت وارخطا کړي، ويره لري که د نړۍ نورو ملکونو کې هم ورته اسلامي نظامونه جوړ سي نو دوی ځانونه او د دوی جابر نظامونه په خطر کې ويني، د مسلمانانو د تېر برم او تاريخ مطالعه لري او د هغه وخت د راتګ وېره ورسره سته، نو ځکه نه غواړي چې دغسي يو بې مثاله اسلامي حکومت دې افغانستان کې همېشنی سي، له دې امله د همه شموله نارې وهي تر څو دغه د اسلامي نظام جوړښت له منځه يوسي، د اسلامي نظام په نامه ډيموکراسي ته لاره هواره کړي، شر او فساد، ورسره خيانتونو ته لاره هواره کړي، په حکومتي ادارو کې مفسدين داخل کړي، له دې امله د همه شموله نارې وهي او همه شموليت ته کار کوي. د افغانستان اوسنی نظام همه شموله دی، ټول قومونه د افغانستان پکې سته، هر يو افغان چې له هر قوم څخه وي ځان پکې ويني؛ خو د نړۍ هدف له همه شموله څخه د خپلو جاسوسانو داخلول دي، چې افغانستان کې دغه د پرمختګ کارونه ودروي، دغه عدالت، اسلاميت له منځه يوسي او پرې نږدي چې د افغانستان اساسي او بنسټيز کارونه همدغسي روان وي. حکومت ته په کار ده چې همدې دریځ باندې محکم و درېږي، نه د مخالفینو سیاسي مانورونه ورته تاوان رسولای شي او نه هم د فشار شنه او سره څراغونه.حکومت دې لکه څنګه چې همه شموله اداره کې ټولو اقوامو ته ګډون ورکړی، همداسې دې مخته ولاړ شي، هیواد، اسلام ته ژمن کسان دې رامخته کړي او په مناسبو مسلکي ځایونو کې دې ترې کار واخلي.