د تخار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز تالقانو کې یې یو کس له څلور کلن کورني بند څخه ازاد کړی دی.
د تالقانو د دویمې امنیتي حوزې پولیسو ویلي، د عبدالحکیم په نامه یو کس چې د قلبرس د تجار سیمې اصلي اوسېدونکی و، له څلورو کلونو راهیسې د خپل پلار له لوري د کور په یوه تیاره خونه کې بندي ساتل شوی و.
د ځايي مسوولینو په خبره، د دویمې امنیتي حوزې پولیسو ته د یو پلټونکي راپور پر بنسټ یاد کس پیدا او له بنده یې خوشې کړ.:«خوشې شوی کس ۳۵ کاله عمر لري او له خپل پلار سره یې د ځمکې پر سر دعوه لرله. عبدالحکیم داسې مهال وموندل شو چې په تیاره خونه کې په زنځیرونو تړل شوی و.»ځايي مسوولین زیاتوي، د عبدالحکیم رواني حالت ښه نه دی او روغتون ته یې لېږدولی دی.:«د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
خوشې شوي کس رواني حالت خراب دی او پولیسو یو روغتون ته لېږدولی، تر څو یې رواني حالت ښه شي.»له دې وړاندې په کابل، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته هم کسان د خپلو کورنیو له لوري بندیان شوي وو، چې امنیتي ځواکونو وژغورل.
د یو بل خبر له مخې، د تخار امنیه قومندانۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غلا، انسان تښتونې، جوارگرۍ او دوکې په تړاو ۱۵ تنه نیولي او اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.