د رسنیو د راپورونو له مخې امنیت شورا درې ورځې وروسته د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.
د راپورونو پر بنسټ د یوناما مشره به په دې غونډه کې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.
بلخوا بیا سرپرست حکومت وایي، ملګري ملتونه دې د دې مسایلو پرځای د بندیزونو د لرې کېدو او له افغانانو سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په څېر موضوعاتو ته پاملرنه وکړي، ترڅو له دې لارې نور مسایل هم حل شي.
د دوی په خبره دا ډول غونډو کې د دوی د استازي نه ګډون به د هغوی عملي اړخ صفر ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې هم د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په تړاو غونډه جوړه کړې وه، چې د سرپرست حکومت چارواکو په کې نه ګډون غوره بللی و.
د یادونې ده چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د ملګروملتونو د سر منشي انتونیوګوترېش په مشرۍ د قطر په دوحه کې غونډه دایره شوې وه چې بې نتیجې پای ته ورسېده