د ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون مسولین وایي، چې په دغه ولایت کې یوې مور په یو وار پنځه ماشومان زېږولې دي.
د ننګرهار ولایت د سیمه ییز روغتون ویاند نقیب الله رحیمي وایي: “دغه مور چې ۳۹ کاله عمر لري، نن سهار (شنبه) د ننګرهار سیمه ییز روغتون کې په یوار پنځه ماشومان زېږولي، یوه انجلۍ او څلور هلکان دي”نوموړی وایي، چې د ټولو نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې په مهترلام ولایتي روغتون کې یوې مور په یو وار درې ماشومان زېږولي و.