نوین ساپی
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې چې د رغاونې کوم کارونه ترسره شوي او د طالبانو دوه او یا څه باندې دونیمو کلنو کې چې د بیارغونې کوم کارونه ترسره شوي، که چیرې دا دواړه سره پرتله شي نو تله به د سرپرست حکومت درنه وخېژي، په دې ستر حقیقت به سترګې نه سره پټوو!په ړنګ شوي حکومت کې چې به د کور او کلي کومه کوڅه پخېده او یا به جوړېده، نو مصارف به د ملي پیوستون په نامه یوې محلي برنامې له خوا ورکول کېدل، بیا به د دې لپاره یو مشر ټاکل کېده، څو خدای ناترسو، غلو، ظالمانو او داړه مارانو به سره لاسونه یو کړل، هغه څوک به یې مشر کړ چې په غلا، قتل او شوکو کې به یې ښه کاري تجربه درلوده.
د دې پروسې له طی کېدو وروسته به منشي ټاکل کېده، هغه به هم، مشر ته ورته ځانګړنې درلودې او وروستی به هم ورته خزانه دار ټاکل کېده، چې دا به هم د یادو ځانګړنو څخه مستثنی نه و.
دوی ټولو به په ګډه سره نغدې پیسې، سیخان او سمنټ پټول، راپور به یې ورته د مصرف تېر کړ، ایسته به یې په خپلو کورونو کې پرې ابادي ګانې کولې، غوړ او چنګ بریتونه به ګرځېدل، د چا پروا به یې هم نه کوله.
نو راځم خپلې اصلي خبرې ته، زه به دومره ووایم چې د بیارغونې او ابادۍ په برخه کې چې کوم بنیادي کارونه سرپرست حکومت ترسره کړي، فکر نه کوم چې ړنګ شوي جمهوریت په تېرو شلو کلونو کې د دې په نیمایي ترسره کړي وي.
هغه چارواکو به چې د یوې رغنیزې پروژې په ترسره کولو کې د شرکت له مسؤلینو په زیاته کچه رشوت غوښته او یا به یې د کار کولو ممانعت کاوه، او په دولتي ځمکو به یې خېټې اچولې وې، په زبردستۍ به یې د سړک ځمکه راتاوه کړې وه، هیچابه د هغه مخه نه شوه نیولی؛ خوشبختانه اوس د همغه چارواکو په خلاف رغنیزې چارې ښې ګړندۍ روانې دي.
هغه ځمکې چې دوی په زور سره تاوې کړې وې او د سړک د تېریدو مخنیوی یې کاوه، په همغه ځمکه او په همغه سیمه کې په معیاري ډول سړکونه تېرشول، ځمکې ترې راوګرځول شوې او د همدې چارې په ترسراوي، په لسګونو، سلګونو او زرګونو بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه هم مساعده شوه.
په پلازمینه کابل کې هغه لارې او ځایونه د عوامو پرمخ خلاص شول چې تګ ورته ناشونی و، همدې ته ورته په ولایتونو کې ځېنې چارې ترسره شوې چې ډیری خلک یې له سهولت سره مخ کړل.
بله دا چې په لرې پرتو سیمو کې چې خلک د تګ او راتګ په وخت کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان و، د بیلګې په ډول، د غم او ښادۍ په مراسمو کې، دوی نه شو کولای چې موټر یا نقلیه وسایطو ته لاسرسی ولري، ناروغان به یې له دغې سیمې په لاسي کراچیو کې سرک ته رایستل، ځینې به مړه شول او ځینو کې به د اساه اخیستلو وسه نه وه پاتې.
ځای یې ده چې له سر پرست حکومت څخه مننه وشي، هغه خلک چې د لرو پرتو سیمو هستوګن و او له یادو ستونزو څخه چې سخت رنځېدل، نن یې هغه ستونزو خاتمه ومونده، سړکونه یې سیمو ته تېر شول او د موټرو تک راتګ پیل شو نو ځکه خو یې د راحت ساه واخیسته.