له اوبو او انرژۍ وزارت څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصورد (Dongfang Electric Power) شرکت له مسؤل “ژيا” سره په افغانستان کې له بېلابېلو سرچنیو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
ښاغلي منصور له نوموړي شرکت څخه غوښتي چې د انرژي په تولید باندې د پانګونې ترڅنګ د انتقالي مزو او د توزیعي سب سټیشنونو په پیاوړتیا باندې هم پانګونه وکړي، ترڅو د انرژۍ له جذب سره هممهاله د انرژۍ د تولید زمینه هم برابره شي.
په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤل د دغه هوکړه لیک له لاسلیک کېدو څخه خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې، په افغانستان کې د انرژي د تولید، پراختیا او لېږد په پروژو کې به پانګونه ځانګړې کړي.
د یادونې وړ ده چې هېواد کې د ډاډمن امنیتي وضعیت له رامنځته کېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې د بهرنیو پانګه اچوونکو لېوالتیا ډېره شوې ده.