Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»امریکا ته د ښه خدمت او غلامۍ پایله
    لیکني

    امریکا ته د ښه خدمت او غلامۍ پایله

    صابر افغانصابر افغان11 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په معتبرو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو په اساس، د امریکا منتخب ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» اعلان کړی، چې ټول مهاجرین به له امریکایي ایالتونو څخه خپلو هېوادونو ته بېرته ستنوي. هغه دا ژمنه واک ته له رسېدو مخکې او د خپلې انتخاباتي مبارزې په دوره کې هم خپلو پلویانو ته ورکړې وه.

    ځینې بې‌عقل او وطن‌پلورونکي افغانان چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې له امریکا سره اوږه په اوږه جګړه وکړه او اشغالګرو ته یې د هېواد بېلابیلو سیمو کې هدایت او لارښوونه کول، همدا راز یې د امریکا د خوشحالولو لپاره خپل خلک قرباني کړل، پر دین، وجدان او د خپل ملت پر عزت یې پښې کېښودې او امریکا یې انتخاب کړه؛ اوس به همدوی بېرته افغانستان راستنېږي او ډیپورټ کېږي به.

    دا ده د غدارې امریکا د غلامۍ او لاس ښکلولو پایله ده! وطن‌پلورونکو کلونه د امریکا په ګټه جګړه وکړه، خو اوس امریکا هغوی له خپل هېواد څخه باسي. د هغوی ټولې خوش‌خدمتۍ او چاپلوسۍ یې هېرې کړې او آن هغوی ته پام هم لا نه کوي.

    په حقیقت کې، د امریکا نوی حکومت سم کار کوي چې له خائنانو سره داسې چلند کوي. د هر خائن انجام همداسې وي. امریکا په ښه توګه پوهېږي هغه کسان چې خپل وطن ته وفادار نه وو، څنګه کولای شي امریکا ته وفادار پاتې شي!؟ کله چې یې وخت راورسېږي او موقع په لاس ورشي، هماغه کسان به له امریکا سره هم خپل خیانت ښکاره کړي.

    شاید څوک ووایي چې امریکا تنها غیر قانوني مهاجرین باسي، نه ټول؛ خو ټول پوهېږي له هغه کسانو پرته چې له امریکا سره د همکارۍ په سر کې وو، نور وطن پلورونکي د نورو هغه خلکو په څېر چې په قاچاقي توګه تللي دي، په امریکا کې عادي او غیر قانوني کسان ګڼل کېږي.

    امریکا هم په خپل تاریخ کې له خپل هېڅ یوه همکار سره وفا نه ده کړې. هر هغه شخص یا ډلې چې پر امریکا باور کړی، خوار او ذلیل شوي دي. دا هېواد ځواک‌ښودنه کوي، خو په هره معرکه کې یې ماتې خوړلې ده، که څه هم ډېرې ورانۍ او خرابۍ یې رامنځ ته کړې دي.

    امریکا له افغانستان وړاندې، په ویتنام، سوریه او عراق کې سخته ماتې وخوړه، خو دا افغانستان و چې ملا یې ورماته کړه او د ماتې تریخ خوند یې ورباندې وڅکه. له افغانستان څخه له وتلو وروسته د امریکا څېره په ټوله نړۍ کې خړه پړه شوه او نړۍ د دې طمع کار هېواد په بې مایه توب او ضعف پوه شوه.

    له افغان ولس سره په جګړه کې د امریکا ماتې، د امریکا د پلویانو او غلامانو لپاره یو لوی درس و، خو هغوی هوښیار نه شول او د امریکا په رکاب کې یې د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره هڅه وکړه.

    خو اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او ډېر ژر به له دې څخه هم بد حالت تجربه کړي. دا د مهربان پيغمبر صلی الله علیه وسلم وعده ده چې فرمایلي یې دي: «الخائن خائف»؛ خائن همیشه د وېرې او خطر په حالت کې وي.

    د دې حدیث مصداق، همدا افغان وطن‌پلورونکي دي چې نه د وطن ته د ستنېدو مخ لري او نه په امریکا کې د پاتې کېدو ځای. لا هم داسې کسان شته چې له دې پېښو څخه عبرت نه اخلي او لا هم د امریکا لخوا د توجه په تمه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاسرائيلی ژورنالست بين كسفيت: نتنياهو غواړي حماس غورځنګ سره شوی تړون مات کړي
    راتلونکي مقاله د اردن پاچا ملک عبدالله او ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې له غزې څخه د فلسطينيانو په اېستلو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    ایا د اسلام اباد غونډه به غلام مخالفین ارام کړي؟

    8 اکتوبر 2025

    د اسلام‌ آباد ناسته او د هغې څرګندې پایلې

    5 اکتوبر 2025

    باګرام ته بلنه؛ د افغان حکومت د مخالفینو شنډه شوې هیله

    4 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 9 اکتوبر 2025

    د حماس غورځنګ او اسرائيلي رژيم ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه

    نړيوالو رسنیو راپور ورکړی، چېد حماس غورځنګ او اسرائيلي رژيم ترمنځ غزه کې د اوربند…

    د پرځول شوي جمهوريت د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي: بهرنیان زموږ د هېڅ سیاسي او نظامي ستونزې حل نه دي، بلکې زموږ ستونزې لا پسې زیاتوي

    8 اکتوبر 2025

    د افغانستان د شيعه‌ ګانو مشر اسدالله سعادتي د مقاومت جبهې غړي محی‌الدين‌ مهدي ته: تا د ټولو هزاره او شيعه ګانو سپکاوی کړی، بايد په خپلو خبرو پښېمان شې او بښنه وغواړې

    8 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ او اسرائيلي رژيم ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه

    9 اکتوبر 2025

    د پرځول شوي جمهوريت د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي: بهرنیان زموږ د هېڅ سیاسي او نظامي ستونزې حل نه دي، بلکې زموږ ستونزې لا پسې زیاتوي

    8 اکتوبر 2025

    د افغانستان د شيعه‌ ګانو مشر اسدالله سعادتي د مقاومت جبهې غړي محی‌الدين‌ مهدي ته: تا د ټولو هزاره او شيعه ګانو سپکاوی کړی، بايد په خپلو خبرو پښېمان شې او بښنه وغواړې

    8 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،042 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.