فرانس ۲۴ ټلويزون خبر ورکړی چې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمدالشرع به د چهارشنبې په ورځ اروپا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې فرانسې ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره به وویني.
سرچينې ويلي، چې د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه اعلان کړی، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کېږي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ هم فرانسې ته د ښاغلي الشرع سفر اعلان کړی وو او ايمانويل مکرون په فبروري مياشت کې نوموړي ته د فرانسې د سفر بلنه هم ورکړې وه.