د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د چين ولسي جمهوریت سفیر جاو شېنګ او ورسره پلاوي سره کتلي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د چین سفیر جاو شېنګ په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو د نېکو اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو اویا کاله پوره کېږي چې دا د چین او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو ژورتیا ښیي.

د خبر پاڼې له مخې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دغه کتنه کې ویلي، «چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هيوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی کړی او همداراز د چين له دولت څخه يې غوښتنه کړې چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي د دې کتنې په پای کې ویلي، «د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکي ولري.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version