د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان – ازبکستان د ګډ کمېسیون او فرعي کمېټو په دویمه غونډه کې تاشکند افغانستان ته د خاورې پېژندنې د ماشینرۍ د ورکړې ژمنه کړې ده.
په دې انلین غونډه کې ازبکستان همداراز په کرنې سکټور کې د تخصص په کچه د ۲۰۰ افغانانو د روزنې ژمنه هم کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، برېښنا، کانونو، ځمکې پېژندنې، ټرانسپورټ، کرنې او ګمرکي چارو په تړاو هم خبرې شوې دي.