د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په دویمه نېټه د ازبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه نندارتون کې به د هېواد د ۲۵۰ سوداگرو غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي ډبرې، وچه مېوه، غیر الکولي مشروبات او یو شمېر نور محصولایت نندارې ته وړاندې شي.
د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداگرۍ وزارت هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي او افغاني تولیدات د نړیوالو مخ کې کېږي.
له دې وړاندې هم د کورنیو تولیداتو گڼ نندارتونونه د کابل په گډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي وو، چې سلگونه قلمه کورني توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومت د کورنیو تولیداتو ته د کورني او بهرني بازار لپاره باید گڼ نندارتونونه جوړ کړي، چې خلک د افغانستان له تولیداتو سره اشنا شي.