شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي سعد الله بلوچ دې هېواد کې د هند له سفیر سندیپ چکرورتي سره کتلي.اندونیزیا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې کړي.په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړي او د نوي ډیلي او کابل ترمنځ یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د افغان حکومت د مشرتابه اختریز پیغام: افغان حکومت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي16 مارچ 2026