د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې په گڼو موضوعاتو بحثونه شوي دي، چې ځینې طرحې منل شوې او ځینې طرحې راتلونکو ناستو ته ځنډېدلې دي.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي پر طرحه، د کارگرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغه اتحادیې د کړنلارې په تعدیل او مدیره هئیت پر ټاکنه، د سنايي غزنوي ښارگوټي د پاتې چارو پر پيل او د یو شمېر نورو موضوعاتو د تعقیبي راپورونو په اړه بحثونه وشول.

د خبرپاڼې له مخې، تر هراړخیز بحث وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظرونو او د دغه کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره تایید او یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه، څو ملي ارشیف ته د خلکو د راجلبولو په موخه په اعلاناتو او تشویقي پروگرامونو او همدارنگه لیدونکو او متقاضیانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي کار وکړي.:« همدارنگه د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د شته حکمونو او فرمانونو په رڼا کې دې د کارگرانو ملي اتحادیې اساسنامه تعدیل، د جواز ستونزه یې حل او په اساسنامه کې دې د جایدادونو برخلیک روښانه کړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همداراز د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ د اړوندو وزارتونو له استازو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د خصوصي شرکتونو د وړاندیزونو په گډون د سنايي غزنوي ښارگوټي ټول تخنیکي اړخونه په هراړخیزه توگه وڅېړي او خپل راپور دې په ټاکل شوې نېټه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version