هندوکشغږ د خپلو موثقو سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې امرالله صالح څه موده وړاندې د ظاهر اغبر، غلام بهاء الدين جيلاني او ایوب سالنګي په شمول د مقاومت جبهې له ځينو نورو ناراضه کسانو سره په يوه غونډه کې د نوې جبهې د پرانستلو پرېکړه کړې وه، خو اوسمهال خپلې جبهې ته په شدت سره د سربازګيري په حال کې دی.
د هندوکشغږ د ترلاسه شوو معلوماتو په اساس دغه سربازګيري د تمې خلاف له نورو جبهاتو په ځانګړي ډول د آزادي او مقاومت جبهو څخه تر سره کيږي.
د سرچينو د معلوماتو په اساس صالح په دې وروستيو کې د جليل په نوم د آزادي جبهې د يو مهم کس سره تماس نيولی دی او هغه يې دې ته هڅولی دی چې د آزادي جبهې څخه جدا او د روند سبز د نوې جبهې سره يو ځای شي؛ معلومات ښيي چې صالح د آزادي جبهې نوموړي کس ته د آزادي جبهې په نسبت د ډيرو پيسو او امکاناتو د ورکړې وعده هم ورکړې ده.
د هندوکشغږ معلومات ښيي چې امرالله صالح يو بل کس ته چې ظاهراً د مقاومت جبهې سره تړاو لري؛ په يوه اړيکه کې په دې ډير ټينګار کوي چې له دې اړيکې او کار څخه په هيڅ صورت کې د مقاومت جبهې کسان خبر نه شي.
دا چې آيا امرالله صالح به وتوانېږي تر څو د مقاومت او آزادي جبهو کسان په خپل اعتماد کې واخلي او که نه؟ او آيا امرالله صالح به د يادو جبهو په نسبت خپلو ملګرو ته ښه مالي امکانات او پيسې برابرې کړي که نه؟ په اړه يې قضاوت له وخت مخکې خبره ده.
خو له دې نویو افشا ګيريو څخه دا څرګندېږي چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مخالفو جبهاتو، شوری ګانو او سياسي څهرو تر منځ اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي؛ ځان غوښتنې، د انحصار طلبۍ سياستونه، د امتيازاتو په سر مخالفتونه او تر منځ يې د مختلفو بهرنیو استخباراتي سازمانونو نفوذ د دې مانع دی چې حتی د يوې لنډې مودې لپاره هم يو له بل سره جوړجاړي او اتحاد ته دوام ورکړي.