Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»اندونیزیايي پلاوي له اقتصادي مرستیال سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې
    افغانستان

    اندونیزیايي پلاوي له اقتصادي مرستیال سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې

    صابر افغانصابر افغان5 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د اندونیزیا د هلال احمر، د جوماتونو شورا رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا سره لیدلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

    له اقتصادي مرستیال دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداگریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

    په خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له قوله ویل شوي، افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي او اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې پکار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په گډه کار وکړي.:«په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره د انرژۍ، کانونو، اوبو بندونو، زېربنا، صنعت او نورو برخو کې د پانگونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، چې اندونیزیايي پانگه‌وال کولی شي په یادو برخو کې پانگونه وکړي. اسلامي امارت پانگه‌والو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.»

    د اندونیزیا د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کالا په افغانستان کې د رامنځته شوو پرمختگونو ستاینه کړې، چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاگه کړي.:«اندونیزیا په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او اندونیزیايي پانگه‌وال لېواله دي، چې د افغانستان په کانونو کې پانگونه وکړي.»

    محمد یوسف کالا زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانگونې په موخه اندونیزیايي اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به په مختلفو برخو کې د گډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري.

    د اندونیزیا یو پلاوی کابل ته راغلی او په کابل کې یې له گڼو دولتي چارواکو سره لیدلي او د افغانستان له اوسني وضعیت یې خوښي ښودلې ده.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې د کښتۍ د ډوبېدو وروسته؛ په سیند یو پُل جوړېږي
    راتلونکي مقاله سلوانیا هم د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنده

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    3 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمانونو له مشرانو سره کتلي

    2 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 3 جولای 2025

    حماس غورځنګ: د يوه داسې اوربند غوښتونکي يو چې جګړه پای ته ورسېږي او اشغالګر ځواکونه له غزې ووځي

    د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    3 جولای 2025

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    3 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ: د يوه داسې اوربند غوښتونکي يو چې جګړه پای ته ورسېږي او اشغالګر ځواکونه له غزې ووځي

    3 جولای 2025

    د پاکستان له زندانونو ۲۸ افغانان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

    3 جولای 2025

    د بادار د ملاتړ له توهم څخه د ملت د استازیتوب تر دعوې؛ د مقاومت شوری اعلامیې ته یوه کتنه

    3 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،910 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،903 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.