ایران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر له هغه افغان وګړي سره چې د ویزې او قانوني اسنادو درلودونکی و او په دې وروستیو کې د یوه ایراني تبعه له خوا توهین او ګواښل شوی و، خپله خواخوږي څرګنده کړې او تسلیت یې ورته ویلی.

نوموړي له یاد شخص سره همدردي کړې او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت تل په بهر کې د خپلو هېوادوالو له حقونو څخه دفاع کوي.

افغان سفیر ژمنه کړې چې یاده موضوع به د ایران له رسمي مراجعو څخه تعقیبوي او د داسې چلند د بیا تکرار د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات وکړي.
نوموړي دغه راز د مهاجرو د حقوقو پر متقابل احترام او درناوي هم ټينګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version